د سلامتي كونسل په كابل كښې د ترهګرۍ بريد غندنه

ملګري ملتونه 6 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د ګل په ورځ د شوي ترهګر بريد غندنه كړې د كوم ذمه واري چې داعش خراسان قبوله كړې۔ د چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نېټ ورك (سی جی ټی این) له مخې د سلامتي كونسل غړو تېره ورځ پرېس بيان كښې په كابل كښې د شوي ناوړه ترهګر بريد غندنه وكړه په كوم …

ملګري ملتونه 6 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د ګل په ورځ د شوي ترهګر بريد غندنه كړې د كوم ذمه واري چې داعش خراسان قبوله كړې۔ د چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نېټ ورك (سی جی ټی این) له مخې د سلامتي كونسل غړو تېره ورځ پرېس بيان كښې په كابل كښې د شوي ناوړه ترهګر بريد غندنه وكړه په كوم كښې چې يو شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د سلامتي كونسل غړو دا خبره تكرار كړه چې ترهګري په خپلو ټولو شكلونو كښې او مظاهر كښې افغانستان سره سره په ګرده نړۍ كښې امن او سلامتيا ته پېښو ټولو لويو خطرو كښې يوه ده۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ په كارروائيو كښې ككړ عناصر ٬ مالي مرسته كوؤنكي او د دې نګراني كوؤنكي دې انصاف سره مخ كړې شي۔ دوئي د ملګرو ملتونو په ټولو غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي د نړيوال قانون او د سلامي كونسل قراردادونو لاندې د خپلو ذمه وارو له مخې په دې لړ كښې ټولو اړوندو چارواكو سره فعاله مرسته وكړي۔