”د دفاع ورځ“ په مقبوضه جمو و کشمیر كښې پوسټرې ولګولې شوې ، د خپلواكۍ حق له د روان تحريك په ملاتړ د پاكستان مننه

سری نګر۔6 ستمبر(اے پی پی)د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې د پاكستان دفاع ورځ په موقع پوسټرې لګولې شوي په كومو چې د خپلواكۍ حق له د روان تحريك په ملاتړ د پاكستان مننه شوې ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې پوسټرې په سري نګر او نورو سيمو كښې د بېلو آزادي پسندو تنظیمونو لخوا په دېوالونو او ستنو لګولې شوي ۔ په …

سری نګر۔6 ستمبر(اے پی پی)د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې د پاكستان دفاع ورځ په موقع پوسټرې لګولې شوي په كومو چې د خپلواكۍ حق له د روان تحريك په ملاتړ د پاكستان مننه شوې ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې پوسټرې په سري نګر او نورو سيمو كښې د بېلو آزادي پسندو تنظیمونو لخوا په دېوالونو او ستنو لګولې شوي ۔ په پوسټرو ليكلي شوي چې”د غېر قانوني هندي قبضې ښكار كشميريان پاك پوځ خپل محافظ ګڼي ٬ پاكستاني مېړني فرزندان پاكستان سره سره د كشمير وروڼو د دفاع عزم هم لري”۔ په پوسټرو دا هم ليكلې شوي چې “پاكستان د مقبوضه جمو و كشمير اولس كله هم نه دے پرېښودے او په سباؤن كښې به هم دوئي سره اودرېږي۔ هغه وخت لرے نه دے چې كشمير به د هند ناجائزه قبضې څخه آزاد شي او كشميري اولس ته به خپل حقونه ترلاسه شي”