واشنګټن 04 ستمبر (اے پي پي) امريکې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان سره د اودريدو د عزم پخلے كړے۔د امريکې خارجه محکمې وياند ميتھيو ملر تيره روځ د خپل معمول نيوز بريفنګ په مهال ووئيل سيمه ايزي سلامتيا ته پېښو خطرو مخنيوي له امريکا او پاکستان شريكي ګټي لري او مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان سره ولاړ يو۔ ده بلوچستان كښې …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاکستان سره ولاړ يو ۔ د امريكې وياند
واشنګټن 04 ستمبر (اے پي پي) امريکې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان سره د اودريدو د عزم پخلے كړے۔د امريکې خارجه محکمې وياند ميتھيو ملر تيره روځ د خپل معمول نيوز بريفنګ په مهال ووئيل سيمه ايزي سلامتيا ته پېښو خطرو مخنيوي له امريکا او پاکستان شريكي ګټي لري او مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان سره ولاړ يو۔ ده بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كولو سره ووئيل د پاکستان اولس د انتها خوښو تره هګرو د لاسه لوي زيان پورته كړے او مونږ د ترهه ګرۍ پېښو كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د توان کمے لرې كولو له مرستې کولو ته امريکا پام لرنه كوي او مونږ به د پاکستان سره د توان په تحفظ خبرې اترې رواني ساتو۔











