سرینګر ۔4ستمبر(اے پی پی) په جمو و کشمیر كښې د ستمبر په 6 مه نېټه د پاكستان دفاع ورځې څخه وړاندې د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير عكس سره پوسټرونه لګولې شوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سري نګر په بېلو سيمو كښې د پاكستان دفاع ورځې په مناسبت سره پوسټرونه ليدلي شوي۔ په پوسټرونو د جنرل سيد عاصم منېر عكس سره دا هم ليكلي شوي …
په مقبوضه جمو وكشمير كښې د جنرل عاصم منير د عكس پوسټرونه ولګولې شول
سرینګر ۔4ستمبر(اے پی پی) په جمو و کشمیر كښې د ستمبر په 6 مه نېټه د پاكستان دفاع ورځې څخه وړاندې د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير عكس سره پوسټرونه لګولې شوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سري نګر په بېلو سيمو كښې د پاكستان دفاع ورځې په مناسبت سره پوسټرونه ليدلي شوي۔ په پوسټرونو د جنرل سيد عاصم منېر عكس سره دا هم ليكلي شوي چې د ستمبر 6 مه نېټه د پاكستان دفاع ورځې په مهال كشميري اولس ته باور وركوو چې پاكستان دومره قوي دے چې په جنګ كښې هند ته ماتې وركولې شي ٬ پاكستانے شاهين تل د آسمان په لوري پورته شوے او هغه وخت لرے نه دے چې كشمير به آزاد شي٬ هند دې د جمو وكشمير په اړه خپله د غندنې وړ ايجنډا پرېږدي او سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن او پرمختګ لپاره دې مقبوضه كشمير څخه خپل پوځ بهر كړي۔












