په اردن كښې د منكي پاكس اولنے كيس رامخې ته شو

عمان۔3 ستمبر(اے پی پی) په اردن كښې د مني پاكس اولنے كېس رامخې ته شوے دے۔ د اردو نيوز له مخې د اردن د روغتيا وزارت تېره ورځ په هېواد كښې د اولني منكي پاكس كېس رپورټ كېدو اعلان كولو سره ووئيل په اردن كښې مېشته يو بهرني وګړي كښې د منكي پاكس رنځ تشخيص شوے۔ د ځپلې شوي كس عمر 33 كاله دے۔ په څرمن د خارښ په شكايت …

عمان۔3 ستمبر(اے پی پی) په اردن كښې د مني پاكس اولنے كېس رامخې ته شوے دے۔ د اردو نيوز له مخې د اردن د روغتيا وزارت تېره ورځ په هېواد كښې د اولني منكي پاكس كېس رپورټ كېدو اعلان كولو سره ووئيل په اردن كښې مېشته يو بهرني وګړي كښې د منكي پاكس رنځ تشخيص شوے۔ د ځپلې شوي كس عمر 33 كاله دے۔ په څرمن د خارښ په شكايت د كېس تشخيص د وزارت په لېبارټيانو كښې وكړے شو۔ دغه تن دا مهال په آئسولېشن كښې دے چرته چې د هغه صحت مستحكم ښودلے شي۔ د وزارت وېنا ده چې د منګي پاكس خپرېدو مخنيوي له به نګراني روانه ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په اردن كښې په 8 ستمبر 2022 هم يو كېس ريكارډ كړے شوے ؤ او په آسانۍ سره د رنځور درملنه شوې وه۔