کابل ۔3 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د ځانمرګې بمي چاؤدنې په نتيجه لږ تر لږ 6 كسان مړه او 13 نور ژوبل شوي دي۔ د اے اېف له مخې چاؤدنه په مركزي ستره لاره د اټارني جنرل دفتر ته نزدې وشوه۔ د کابل پولیس وياند خالد زدران په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس خپل پوسټ كښې وئيلي چې د ګل په شپه چاؤدېدونكو توكو …
افغانستان ، په كابل كښې ځانمرګې چاؤدنه ، 6 كسان مړه ٬ 13 ژوبل
کابل ۔3 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د ځانمرګې بمي چاؤدنې په نتيجه لږ تر لږ 6 كسان مړه او 13 نور ژوبل شوي دي۔ د اے اېف له مخې چاؤدنه په مركزي ستره لاره د اټارني جنرل دفتر ته نزدې وشوه۔ د کابل پولیس وياند خالد زدران په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس خپل پوسټ كښې وئيلي چې د ګل په شپه چاؤدېدونكو توكو څخه ډك جېكټ اغوستي يو تن خپل ځان چاؤدنې سره والوزولو۔ ده ووئيل د چاؤدنې په نتيجه كښې د بده مرغه د يوې مېرمنې په شمول 6 وګړي مړه او 13 نور ژوبل شول۔ د داخله وزارت وياند عبد المتين قني هم په كابل كښې د چاؤدنې او ددې په نتيجه كښې د رامخې ته شوي ځاني زيان تصديق كړے دے۔ په سمدستي توګه چا هم د دې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ د پوليس وياند له مخې دا چاؤدنه د سوئيلي كابل په قلعه بختيار كښې وشوه او په دې اړه پلټنې روانې دي۔











