نائيجيريا، د سختو بارانونو په سبب د مړو كسانو شمېره 170 ته روسېده٬ 1941 ژوبل

ابوجا 29 اګست (اے پي پي) د لويديزې افريقې په نائيجيريا هېواد كښې د سختو بارانونو په سبب د سېلاب له امله د مړو كسانو شمېره 170 ته رسېدلې او 1941 كسان ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې د نائيجيرين نيشنل ايمرجنسي مينجمنټ د فلډ نيشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر شمېرو تر مخه ووئيل د هېواد په بېلا بېلو رياستونو كښې د تېرو دوو اوونيو لخوا د جاري باران په سبب …

ابوجا 29 اګست (اے پي پي) د لويديزې افريقې په نائيجيريا هېواد كښې د سختو بارانونو په سبب د سېلاب له امله د مړو كسانو شمېره 170 ته رسېدلې او 1941 كسان ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې د نائيجيرين نيشنل ايمرجنسي مينجمنټ د فلډ نيشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر شمېرو تر مخه ووئيل د هېواد په بېلا بېلو رياستونو كښې د تېرو دوو اوونيو لخوا د جاري باران په سبب د سېلاب له امله د مړو كسانو شمېره 170 او د ژوبل شوو كسانو شمېره 1941 ته رسېدلې ده ٬ دغسې دوه لكه 5 زره 338 كسان بې كوره شول۔ په اته شمالي رياستونو كښې د سېلاب له امله يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلے٬ اوس هم د هېواد په ځينې برخو كښې بارانونه روان دي او د موسميات محكمې پېشنګوئي كړې چې په راتلونكې مياشت كښې به موسم خراب وي۔