جدہ 27 اګست (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د اسرائيل د قامي سلامتيا وزير او د انتها خوښ لارښود اتمار بن ګوير لخوا د مسجد اقصيٰ په انګڼ كښې د يهوديانو د عبادتخانې جوړولو د بيان غندنه كړې۔ او آئي سي وئيلي دي تنظيم د انتها پسند اسرائيلي وزير بيانونه او د اسرائيلي آباد کارو او د وزيرانو لخوا د مسجد اقصيٰ د انګڼونو مسلسل …
او آئي سي د مسجد اقصيٰ په انګڼ كښې د يهوديانو د عبادت خانې جوړولو په اړه د اسرائيلي وزير د بيان غندنه وكړه
جدہ 27 اګست (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د اسرائيل د قامي سلامتيا وزير او د انتها خوښ لارښود اتمار بن ګوير لخوا د مسجد اقصيٰ په انګڼ كښې د يهوديانو د عبادتخانې جوړولو د بيان غندنه كړې۔ او آئي سي وئيلي دي تنظيم د انتها پسند اسرائيلي وزير بيانونه او د اسرائيلي آباد کارو او د وزيرانو لخوا د مسجد اقصيٰ د انګڼونو مسلسل بے حرمتي د جنيوا کنونشنز او نړيوال قوانين خلاف ورزي ګڼي۔ او آئي سي وئيلي دي بيت المقدس ښار په 1967 كښې د مقبوضه فلسطين سيمو يوه نه ختمېدونكې برخه ده او د فلسطيني رياست پايه تخت دے او د بېت المقدس په اړه د اسرائيلي قبضې ټولې پرېكړې او اقدامات هېڅ قانوني حېثيت نه لري۔ تنظيم اسرائيلي وزير د بن ګوير بيانونه او د اسرائيل منظم خلاف ورزۍ او د بريدونو په نتيجه كښې د ګردې نړۍ مسلمانانو جذبات ته په زيان رسولو اسرائيل ذمه وار وګرځولو ۔ د دې نه وړاندې قطر، اردن او سعودي عرب هم د اسرائيلي وزير اتمار بن ګوير د بيان اعلانيه غندنه كړې ده۔











