اسلامي نړۍ دې غزه كښې د اسرائيلي جرمونو او نسل كشۍ مخنيوي لپاره په ګډه اقدامات وكړي٬ ايران

تهران ۔27 اګست (اے پی پی) د ایران صدر مسعود پیزشکیان په اسلامي نړۍ زور راوړے چې هغه په غزه كښې د اسرائيلي جرمونو او نسل كشۍ مخنيوي لپاره په ګډه اقدامات وكړي۔ د شنهوا له مخې هغه دا اپيل د ايران په دوره راغلي قطري وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبد الرحمن الثاني سره د خبرو په مهال وكړو۔ مسعود پیزشکیان ووئيل اسلامي رياستونه او هغه ټول …

تهران ۔27 اګست (اے پی پی) د ایران صدر مسعود پیزشکیان په اسلامي نړۍ زور راوړے چې هغه په غزه كښې د اسرائيلي جرمونو او نسل كشۍ مخنيوي لپاره په ګډه اقدامات وكړي۔ د شنهوا له مخې هغه دا اپيل د ايران په دوره راغلي قطري وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبد الرحمن الثاني سره د خبرو په مهال وكړو۔ مسعود پیزشکیان ووئيل اسلامي رياستونه او هغه ټول هېوادونه كوم چې د نړيوال قانون د فرېم ورك پابند دي ٬ هغه دې د اسرائيل پلويان قابو كولو سره په غزه كښې د اسرائيلي جرمونو او نسل كشۍ مخنيوي لپاره سخت اقدامات وكړي۔ په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د قطر د هڅو ستائنه كولو سره ده ووئيل يو اړخ ته كه په غزه كښې د ټولو نړيوالو قانوني ضابطو پرله پسې خلاف ورزي كيږي نو بل اړخ ته د بشري حقونو د وكالت كولو ادعا كوؤنكي هېوادونه هم په اسرائيلي جارحيت غلي دي