د ناټو ځواكونو يوکرائن ته ننوتو سره به درېم نړيوال جنګ پيل شي۔ بيلاروس

منسك 22 اګست (اے پي پي) د بيلاروس صدر اليګزينډر لوکا شينکو وئيلي دي چې كه د ناټو ځواكونه يوکرائن ته ننوتل نو دې سره به درېم نړيوال جنګ پېل شي۔ د تاس له مخې ده ووئيل د يوكرائن ډرون الوتكو څو ځله زمونږ د فضائي حدونو خلاف ورزي كړې ده٬ مونږ د يوكرائن لخوا د متوقع خطرو په مقابل كښې ضروري تدبيرونه اختيار كړي او په بېلا روس يوكرائن …

منسك 22 اګست (اے پي پي) د بيلاروس صدر اليګزينډر لوکا شينکو وئيلي دي چې كه د ناټو ځواكونه يوکرائن ته ننوتل نو دې سره به درېم نړيوال جنګ پېل شي۔ د تاس له مخې ده ووئيل د يوكرائن ډرون الوتكو څو ځله زمونږ د فضائي حدونو خلاف ورزي كړې ده٬ مونږ د يوكرائن لخوا د متوقع خطرو په مقابل كښې ضروري تدبيرونه اختيار كړي او په بېلا روس يوكرائن پوله مو ځواكونه متعين كړې دي۔ د ناټو يوکرېن ته د ځواكونو لېږلو په احتمال خبره كولو سره ده ووئيل مونږ ناټو سره جنګ نه غواړو خو كه دوي يوكرائن ته ځواكونه ولېږل نو مونږ سره به د جنګ نه علاوه بله لاره نه وي٬ زمونږ يوازينې لائن دې او ھغه زمونږ د هېواد پوله ده چې څنګه دوي زمونږ په پوله بريد وكړ نو نو مونږ به دوئي ته ځواب وركولو كښې تاخير نه كوؤ۔ ده په 6م اګست د يوكرائن پوځ د روسيه په كرسك سيمه كښې داخلېدو پېښې ته اشاره كولو سره ووئيل چې يوكرائن د حالاتو تاٶ تريخوالې زياتوي او كه دا تاٶ تريخوالې دغسې جاري وي نو دا به د يوكرائن د خاتمې سبب جوړ شي٬ دې لپاره د روسيه۔ يوکرائن امن مذاکرات بيا پېل كېدو ته اړتيا ده۔