آندھرا پرديش، د داروګانو په فيكټرۍ كښې چاٶدنه٬ 17 كسان مړه٬ 34 ژوبل

امراوتي 22 اګست (اے پي پي) د هند په آندھرا پرديش ولايت كښې د داروګانو په فېكټرۍ كښې د چاٶدنې له امله 17 كسان مړه او 34 ژوبل شوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د رياست په سپېشل اکنامک زون كښې په يو فارماسيوټيکل فرم ايسائنټيا كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې 17 ملازمان مړه او 34 ژوبل شوي۔ ځائي پوليسو د ملازمانو د مړينې تصديق كولو سره ووئيل …

امراوتي 22 اګست (اے پي پي) د هند په آندھرا پرديش ولايت كښې د داروګانو په فېكټرۍ كښې د چاٶدنې له امله 17 كسان مړه او 34 ژوبل شوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د رياست په سپېشل اکنامک زون كښې په يو فارماسيوټيکل فرم ايسائنټيا كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې 17 ملازمان مړه او 34 ژوبل شوي۔ ځائي پوليسو د ملازمانو د مړينې تصديق كولو سره ووئيل چې چاٶدنه د ري ايکټر په ځايې كښې شوې او د دې د وجوهاتو سبب نه دے معلوم شوے۔ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔