په مقبوضه كشمير كښې د پيراملټري فورسز نورې 300 كمپنۍ تعينات كړې شوې

سرینګر۔21 اګست(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د نرېندر مودي په مشرۍ كښې هندي حكومت د پېراملټری فورسز نزدې 300 اضافی کمپنۍ تعينات كړې دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا تعيناتي د ټاكنو كاميابۍ باوري كولو په بهانه شوې كومې چې په جموں وكشمير كښې د ستمبر په 18مه او 25 مه او د اكتوبر په وړومبۍ نېټه په درېو …

سرینګر۔21 اګست(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د نرېندر مودي په مشرۍ كښې هندي حكومت د پېراملټری فورسز نزدې 300 اضافی کمپنۍ تعينات كړې دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا تعيناتي د ټاكنو كاميابۍ باوري كولو په بهانه شوې كومې چې په جموں وكشمير كښې د ستمبر په 18مه او 25 مه او د اكتوبر په وړومبۍ نېټه په درېو پړاؤنو كښې كېدونكي دي۔ پېراملټري فورسز په كومو كښې چې د سېنټرل ریزرو پولیس فورس، بارډر سکیورټی فورس،شاسترا سیما بل او انډو تبتین بارډر پولیس اهلکار شامل دي ٬ په سرینګر، هندواړہ، ګاندربل، بډګام، کپواړہ، بارهموله، بانډی پورہ ، اسلام آباد ،شوپیاں، پلوامه او د کولګام په بېلو سيمو كښې تعينات كړې شوي۔ د ګرمائي سرښار سرينګر كښې تر ټولو زياتې55 کمپنۍ تعينات كړې شوي۔ د ټاكنو د اولني پړاؤ نوټیفکیشن د نهې په ورځ جاري كړے شو۔ د هندي ځواكونو په لويه شمېره كښې تعيناتي دا خبره په ډاګه كوي چې تش د نامې ټاكنو په نوم د جمهوري مشق په ځائے د كشميري اولس په ضد جنګ لپاره دا هر څه كولې شي۔