چين كښې انسان برداره هوائي كشتۍ خپل وړومبے بېن الصوبائي پرواز په كاميابۍ سره تر سره كړو

بيجنګ21 اګست (اے پي پي) د چين جوړې كړې انسان برداره هوائي کشتۍ خپل وړومبے بېن الصوبائي پرواز په كاميابۍ سره تر سره كړے۔ د شنهوا نيوز ايوي ايشن انډسټري کارپورېشن آف چائنا (اے وي آئي سي) حواله وركولو سره ووئيل د چين جوړې كړې شوې"اے اېس-700" سول انسان برداره هوائي کشتۍ د شورو په ورځ خپل وړومبے بېن الصوبائي پرواز په كاميابۍ سره بشپړ كړو۔ د چين الوتكې جوړٶنكې …

بيجنګ21 اګست (اے پي پي) د چين جوړې كړې انسان برداره هوائي کشتۍ خپل وړومبے بېن الصوبائي پرواز په كاميابۍ سره تر سره كړے۔ د شنهوا نيوز ايوي ايشن انډسټري کارپورېشن آف چائنا (اے وي آئي سي) حواله وركولو سره ووئيل د چين جوړې كړې شوې”اے اېس-700″ سول انسان برداره هوائي کشتۍ د شورو په ورځ خپل وړومبے بېن الصوبائي پرواز په كاميابۍ سره بشپړ كړو۔ د چين الوتكې جوړٶنكې نوموړې كمپنۍ اے وي آئي سي ووئيل د بېن الصوبائي فېري پرواز په مهال فضائي کشتۍ نزدې 1,000 کلوميټره نه زيات سفر وكړو ۔ د بېن الصوبائي فېري پرواز د سفر مجموعي وخت 12:44 دقيقې ؤ او د پرواز لوړ والې د 500 نه 1,990 ميټره او رفتار ئې د 60 نه تر 80 کلوميټره د ساعت ٶ۔ اے وي آئي سي سپيشل وهيکل ريسرچ انسټي ټيوټ لخوا جوړې كړے٬ اے اېس-700 يو دول سنګل کيپسول انسان برداره هوائي کشتۍ يا ائر شپ دے، چې پكښې د پائيلوټ سره د 10 كسانو د سفر كولو ځائے شته او زيات ټيک آف وزن ئې 4,150 کلوګرام، د زيات پرواز حد ئې 700 کلوميټر دے او لس ساعته سفر برداشت كولې شي۔