د چين په ژي شينګ ښار كښې د باران له امله 50 كسان مړه٬ 15 بې دركه شول

چھنګشا 20 اګست (اے پي پي) د چين د هونان ولايت په ژي شېنګ ښار كښې د طوفاني بارانونو له امله 50 كسان مړه او 15 بې دركه شوي دي۔ د شنهوا نيوز له مخې د جولائي په پائې كښې د سمندري طوفان ګايمي په سبب طوفاني بارانونو د کاونټي په كچه د ژي شېنګ ښار سخت متاثره كړو چرته چې د طوفاني باران له امله سېلاب راغلے او په …

چھنګشا 20 اګست (اے پي پي) د چين د هونان ولايت په ژي شېنګ ښار كښې د طوفاني بارانونو له امله 50 كسان مړه او 15 بې دركه شوي دي۔ د شنهوا نيوز له مخې د جولائي په پائې كښې د سمندري طوفان ګايمي په سبب طوفاني بارانونو د کاونټي په كچه د ژي شېنګ ښار سخت متاثره كړو چرته چې د طوفاني باران له امله سېلاب راغلے او په ځيني سيمو كښې د خاورو كمرې لوېدلې دي۔ د ژي شينګ ښار د هنګامي بحالي او تعمير نو په كارونو كښې مرسته كونكي د چھن ژو مركزي دفتر له مخې يو لك 28 لكه كسان ځپلې شوي او 11 زره 869 كورونه او ودانۍ ړنګې شوې دي ٬ پرله پسې 149، 152 او 78 كليو كښې بجلي ، سړکونه او مواصلات بند شوي٬ د ځپليو سيمو ټولو انتظامي كليو ته په ابتدائي توګه تر سړكونو ٬ بجلۍ او مواصلات سره سره اوبو ته رسنه ترلاسه شوې او د مرستې كاروائۍ او د تباهۍ نه وروستو د بيا غرونې كارونه روان دي۔