د ملګرو ملتونو د بنګله ديش عبوري حكومت لپاره د مرستې څرګندونه ٬ هيله ده چې احتساب به باوري او امن به بحال كړے شي ٬ عمومي سيكتر انتونيو ګوتريش

ملګري ملتونه ۔20 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو د بنګله دېش عبوري حكومت لپاره د خپلې مكمل مرستې څرګندونه كړې۔ د ډھاكا ټريبيون رپورټ له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د بنګله دېش عبوري حكومت چیف اېډوائزر یونس ته په ليكلي شوي خط كښې دا هيله څرګنده كړه چې عبوری حکومت به هېواد څخه تشد ختمولو ٬ احتساب باوري كولو او د امن بحالۍ له كار وكړي۔ …

ملګري ملتونه ۔20 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو د بنګله دېش عبوري حكومت لپاره د خپلې مكمل مرستې څرګندونه كړې۔ د ډھاكا ټريبيون رپورټ له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د بنګله دېش عبوري حكومت چیف اېډوائزر یونس ته په ليكلي شوي خط كښې دا هيله څرګنده كړه چې عبوری حکومت به هېواد څخه تشد ختمولو ٬ احتساب باوري كولو او د امن بحالۍ له كار وكړي۔ ده ووئيل هيله لرم چې ستا حكومت به د ځوانانو او مېرمنو سره سره د اقليتي ورروليو د حقونو خيال ساتلو له يو بشپړه تګلاره وضعه كړي۔ ده ووئيل زه د بنګله دېش په عبوري حكومت باور لرم چې هغه د ټولو وګړو او په خاص توګه د اقليتونو بشپړ تحفظ باوري كړي۔ ده ووئيل زه خواست كوم چې په ميانمار كښې ناوړه صورتحال تر مخه د روهنګیا كډوالو خېر ښیګړه به باوري كړې شي۔ ده د بنګله دېش د اولس ګټې لپاره د ریذیډنټ کوآرډینېټر او د ملګرو ملتونو د كنټري ډلې د لارې د پرله پسې مرستې وړاندېز كولو سره عبوري حكومت سره د مرستې د عزم پخلے وكړو۔