د سعودي خارجه وزير خپل مصري همڅنګ سره ملاقات ٬ د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔20 اګست(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د وزارت په هېډكوارټر كښې خپل مصري همڅنګ ډاكتر بدر عبد العاطي سره ملاقات وكړو۔ د اېس پي اے له مخې دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكو جاج واغست او د شرېكې مرستې په بېلو څانګو كښې يۍ دې ته د ودې وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو …

ریاض ۔20 اګست(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د وزارت په هېډكوارټر كښې خپل مصري همڅنګ ډاكتر بدر عبد العاطي سره ملاقات وكړو۔ د اېس پي اے له مخې دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكو جاج واغست او د شرېكې مرستې په بېلو څانګو كښې يۍ دې ته د ودې وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت او په خاص توګه د غزه په صورتحال او په دې اړه په روانو هڅو هم خبرې وكړې۔ په دې موقع په مصر كښې د سعودي عربستان سفير صالح بن عيدا الحسيني هم موجود ؤ۔