د آسټریلیا په نیو سائوتھ ویلز ايالت كښې د منکی پاکس کیسونو زيات شول ، هیلتھ وارننګ جاري كړے شو

سډنی 16 اګست (اے پي پي) د آسټریلیا د صحت محكمې په ايالت نیو سائوتھ ویلز كښې د منکی پاکس (اېم پاکس) کیسونو كښې د زياتوالې ترمخه هیلتھ وارننګ جاري کړے۔د آسټریليا د صحت محکمې له مخې نیو سائوتھ ویلز كښې سږ كال د جون نه تر اوسه د منکی پاکس 96 کیسونه رجسټرډ شوي ٬ دې نه وړاندې نیوسائوتھ ویلز چرته چې آبادي 84 لکهه ده په دې كښې …

سډنی 16 اګست (اے پي پي) د آسټریلیا د صحت محكمې په ايالت نیو سائوتھ ویلز كښې د منکی پاکس (اېم پاکس) کیسونو كښې د زياتوالې ترمخه هیلتھ وارننګ جاري کړے۔د آسټریليا د صحت محکمې له مخې نیو سائوتھ ویلز كښې سږ كال د جون نه تر اوسه د منکی پاکس 96 کیسونه رجسټرډ شوي ٬ دې نه وړاندې نیوسائوتھ ویلز چرته چې آبادي 84 لکهه ده په دې كښې سږ كال يواځې يو كيس رامخې ته شوے ؤ۔د روغتيا نړيوالې ادارې د تيرې شورو په ورځ کانګو كښې د وائرل رنځ په غبرګون كښې په نړيواله كچه د صحت هنګامي صورتحال اعلان کړے۔سږ كال مينځنۍ افریقه كښې د اېم پاکس 15,000 څخه زيات کیسونه رپورټ شوي چې پكښې زياتره وائرس د نوې نسل قسم بی۔ون سټرین دي۔