په غزه كښې د مړو شميره 40 زره څخه زياته شوه

رام اللہ۔16اګست(اے پی پی) په فلسطين كښې د غزه د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په سيمه كښې د اسرائيل او حماس ترمينځه په روان جنګ كښې تر دې دمه 40 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي۔ د العربيه له مخې په غزه كښې د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په اسرائيلي جارحيت كښې 92,401 كسان ژوبل شوي دي او 85 فيصده څخه زياته آبادي بې كوره شوې ده۔ …

رام اللہ۔16اګست(اے پی پی) په فلسطين كښې د غزه د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په سيمه كښې د اسرائيل او حماس ترمينځه په روان جنګ كښې تر دې دمه 40 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي۔ د العربيه له مخې په غزه كښې د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په اسرائيلي جارحيت كښې 92,401 كسان ژوبل شوي دي او 85 فيصده څخه زياته آبادي بې كوره شوې ده۔ په دې شمېرو كښې د عامو وګړو او مزاحمت كوؤنكو ترمينځه هېڅ فرق نه دے كړے شوے۔ نړيوال ثالثين لس مياشتو څخه زياتې مودې راهېسې د جنګ بندۍ هڅې كوي۔ په تازه بشپړ رپورټ كښې وزارت وئيلي چې 40,005 وګړي شهيدان شوي دي۔ د روغتيا چارواكو او د شهري دفاع كارمندان وائي چې اصل شمېره د وركړې شويو شمېرو په مقابله كښې د زرګونو حساب سره د زياتېدو امكان لري ولې چې د فضائي بريدونو په نتيجه كښې د تباه شويو ودانو ملبې لاندې د ګېر شويو كسانو مړي تر دمه راويستلې شوي نه دي۔