کشميريانو د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله

سرينګر 15 اګست (اے پي پي) د کنټرول لائن په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته کشميريانو نن د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې ٬ دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته واضح پېغام وركړے شي چې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند حېثيت د يو جارح دے چا ته چې د ملګرو ملتونو لخوا تسليم شوې متنازعه سيمه كښې د آزادۍ ورځ د …

سرينګر 15 اګست (اے پي پي) د کنټرول لائن په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته کشميريانو نن د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې ٬ دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته واضح پېغام وركړے شي چې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند حېثيت د يو جارح دے چا ته چې د ملګرو ملتونو لخوا تسليم شوې متنازعه سيمه كښې د آزادۍ ورځ د لمانځلو هېڅ حق نشته۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په مقبوضه جمو و کشمير كښې نن بشپړ هړتال ٶ٬ د هړتال غږ کل جماعتي حريت کنفرنس كړے ٶ٬ په لويه شمېره د هندي ځواكونو د تعيناتۍ باوجود نن كشميريانو تور بېرغونه هسك كولو سره په مورني هېواد د هند د غېر قانوني تسلط په ضد احتجاج رېكارډ كړو ٬ قابض انتظاميې په ټوله وادۍ كښې د پوځ په ځائے كولو د سيمې نه يوه چهاٶڼۍ جوړه كړې وه او په ټولو مهمو ځايونو او سترو لارو ئې پوستې او رګاوټونه اودرولې وو، دغشسې خلق د هند په ضد د مظاهرو نه منع كولو لپاره د چورلكو او ډرونز د لارې د مقبوضه سيمې نګراني كېدله٬ د سرينګر بخشي سټيډيم كښې چرته چې د هند د آزادۍ ورځ مركزي دستوره كېده پوليس ٬ پوځ او د پيراملټري فورسز اهلكارو بخپله ولقه كښې اخستے ٶ٬ د سرينګر په تجارتي مركز لال چوك كښې هم په لويه شمېره پوح تعينات ؤ۔د يادونې وړ ده چې د کل جماعتي حريت کنفرنس پشمول کشميري مشرانو او تنظيمونو كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو نه په پرله پسې سرغړونه او په مقبوضه کشمير كښې د آزادې ورځ په لمانځلو د هند غندنه كړې۔ دوي د تېرو 78 كالو راهسې د هند قابض فورسز لخوا د 5 لكه نه زيات كشميريانو د قتل عام حواله وركولو سره په مقبوضه سيمه كښې د هند اقدامات ته ګوتې نيولې۔ د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد کشميرڅانګې نن په اسلام آباد كښې د هندي هائي كمېشن په وراندې احتجاجي مظاهره كړې٬ دغسې آزاد کشمير، پاکستان او د نړۍ په لويو پلازمينو كښې هم احتجاجي لاريونونه شوي٬ په دې موقع دوي تور بېرغونه پورته كړي وو او د” ګو انډيا ګو بېك، هم کياچاهتے هے آزادي او کشمير توجه چاهتا هے” نعرې ئې وهلې۔