لندن 15 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزادہ فيصل بن فرحان لندن كښې د برتانيې خپل همڅنګ ډيوډ ليمي سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د سيمې په تازہ او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔اېس پي اے له مخې خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان كښې ووئيل شول ملاقات كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او بيلو څانګو كښې د پرمختګ …
د سعودي عرب خارجه وزير د برتانيې خپل همڅنګ سره ملاقات، په نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه
لندن 15 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزادہ فيصل بن فرحان لندن كښې د برتانيې خپل همڅنګ ډيوډ ليمي سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د سيمې په تازہ او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔اېس پي اے له مخې خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان كښې ووئيل شول ملاقات كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او بيلو څانګو كښې د پرمختګ په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دې نه ځانله په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په خاص توګه د غزہ په بحران د خيالاتو څركندونه وشوه ۔په دې موقع برتانيه كښې د سعودي عرب سفير شهزادہ خالد بن بندر بن سلطان هم موجود ؤ ۔











