رياض 14 اګست (اے پي پي) سعودي عرب په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسجد الاقصي په خوا كښې د اسرائيل د بريد سخته غندنه وكړه۔اېس پي اے له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښې د مذهبي تقدس د احترام په اهميت زور راوړو۔ نړيوال قوانين او د يروشلم تاريخي حيثيت دې ډول خلاف ورزو په ضد هېواد د خبرداري پخلے وكړو۔بيان كښې د ټولې نړۍ د مسلمانانو راپارولو …
سعودي عرب د مسجد اقصي په خوا كښې د اسرائيل د بريد سخته غندنه وكړه
رياض 14 اګست (اے پي پي) سعودي عرب په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسجد الاقصي په خوا كښې د اسرائيل د بريد سخته غندنه وكړه۔اېس پي اے له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښې د مذهبي تقدس د احترام په اهميت زور راوړو۔ نړيوال قوانين او د يروشلم تاريخي حيثيت دې ډول خلاف ورزو په ضد هېواد د خبرداري پخلے وكړو۔بيان كښې د ټولې نړۍ د مسلمانانو راپارولو په ضد هم خبردارې وركړو۔وزارت په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د نړيوال قانون او اړوندو قانوني قراردادونو د اسرائيل د خلاف ورزو مخنيوي لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره كړي۔











