د ګرد هېواد غوندې په مردان ډويژن كښې هم د جشن آزادۍ تېارۍ بام ته رسېدلي

مردان 13 اګست (اے پي پي) د ګرد هېواد غوندې مردان ډويژن كښې هم د جشن آزادۍ تېارۍ بام ته رسېدلې دي٬ ځاے په ځاے د قامي بېرغونو او بېجونو سټالونه لګېدلي چرته چې په سټالونو د ماشومان ګڼه ګوڼه ليدلې كېږي٬ ماشومان ځان لپاره د جشن آزادۍ ورځ په مناسبت سره جامې٬ پېزار بېرغونه او بېجونو سره سره ماسك او ټوپۍ هم اخلي۔ په 77م جشن آزادۍ كور په كور قامي بېرغونه لګېدلي۔ په مردان كښې دا ځل ماشومانو په جامو٬ پېزار بېرغونو او بېجونو كښې زياته خوښي ښودلې او بيګلو او شپونكيو ته ئې هډو پام نه دې كړے۔ يو ماشوم عبدالله ووئيل زه به د جشن آزادۍ په ورځ د بيګل غږولو په ځاے يو بوټے نالوم او د ګرين مردان خوب به رښتيا كوم۔ فېضان ووئيل بوټي نالول ما ته د بېګل غږولو او شور جوړولو نه ښه كار ښكاري ٬ مونږ به دا ځل په 14م اګست خپل كور او خپلو پټو كښې بوټي نالوٶ او په ګرين پاكستان كښې به د خپلې برخې كردار لوبوٶ۔