
کوئټہ۔ 13 اګست (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي ١٤ اګست مونږ په حقيقت كښې د نيمې وچې پاك وهند آزادي ترلاسه كولو له د وركړے شوو قربانيو يادولو له لمانځؤ۔ دا خبره ده د آزادۍ ورځې په مناسبت سره ګورنر هاؤس څخه په جاري كړې شوي پېغام كښې وكړه۔ د بلوچستان ګورنر ووئيل مونږ نن له آزادۍ څخه خوندونه اخلؤ٬ مونږ په وياړ د خپلې آزادۍ ورځ لمانځلو سره د خپلو مشرانو هڅو او قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل دا مهمه ده چې مونږ نوي كُول ته دا اوښايؤ چې د نيمې اوچې پاك وهند په آزادۍ كښې زمونږ د اتلانو قربانۍ شاملې دي او د آل انډيا مسلم ليګ په پياوړتيا کښې هم هغوي برخه اخستې ده۔ ده ووئيل آزادي د پاك پروردګار لوي نعمت دے او دا په ځاے ساتل زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل دا زمونږ فرض دے چې خپل منځي اختلافات يو اړخ ته كولو سره يو پياوړي ٬ معتدل او ترقي پسند پاكستان جوړولو له كار وكړؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د راتلونكو نسلونو روښانه سباؤن محفوظولو له د نورو د رائے احترام ٬ زغم او د تلپاتي معاشي پرمختګ رجحان ته د ودې وركولو لوظ كول وي۔ پاك پروردګار دې مونږ ته د هېواد او قام د خذمت كولو توفيق راكړي٬ آمين۔