د قائد په اصولو عمل كولو سره د كاميابۍ منزل ترسره كولې شو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور 13 اګست (اے پي پي )د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په قوم زور راوړے چې هغوي د تحريك پاكستان په مهال زمونږ د مشرانو بې مثاله قربانۍ تل ياد اوساتي چې په نتيجه كښې يې د نيمې وچې مسلمانانو ته جلا هېواد نصيب شوے٬ د قائد په اصولو عمل كولو سره د كاميابۍ منزل ترسره كولې شوو ۔د جشن آزادۍ په موقع”اے پي پي”سره په خبرو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې د مسلمانانو په ډېر سياسي او جمهوري هلو ځلو وجود موندلے ٬مونږ له د هغې خلقو قربانۍ هېرول نه دي پكار چا چې د خوږ هېواد حفاظت لپاره خپل ځانونه قرباني كړي۔ده ووئيل ژوندي قامونه تل خپله د آزادۍ ورځ په وفادارۍ او قامي جوش او جذبې له مخې د هېواد خذمت لپاره د نوي عزم او مينې سره لمانځي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح د “اتحاد٬ ايمان او تنظيم”په اصولو عمل كولو سره د كاميابۍ لوړې كچې ته رسېدلے شي۔