نظر بند حريت قيادت د آزادۍ ورځ په موقع پاکستان له مباركي وركړه

سرينګر 13 اګست (اے پي پي) په زندان كښې نظربند د کل جماعتي حريت کنفرنس قيادت په 14م اګست لمانځلې كېدونكې 77مې يوم آزادۍ ورحې په موقع د پاکستان اولس او حكومت له مباركي وركړې۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کل جماعتي حريت کنفرنس چيئرمېن مسرت عالم بټ تهاړ زندان څخه خپل د مباركۍ پېغام كښې د پاكستان قام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ هغه د کشمير …

سرينګر 13 اګست (اے پي پي) په زندان كښې نظربند د کل جماعتي حريت کنفرنس قيادت په 14م اګست لمانځلې كېدونكې 77مې يوم آزادۍ ورحې په موقع د پاکستان اولس او حكومت له مباركي وركړې۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کل جماعتي حريت کنفرنس چيئرمېن مسرت عالم بټ تهاړ زندان څخه خپل د مباركۍ پېغام كښې د پاكستان قام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ هغه د کشمير کاز په مسلسل سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ د پاكستان مننه كړې ٬ د کل جماعتي حريت کنفرنس سينئر لارښود شبير احمد شاه خپل پېغام كښې د كشمير كشاله د نيمې وچې د تقسيم نامکمله ايجنډا وګرځوله۔ نعيم احمد خان خپل پېغام كښې د خپلواكۍ حق لپاره د مقبوضه جمو و کشمير د مظلوم اولس د سپېځلو هلو ځلو لپاره په غېر متزلزل ملاتړ د پاكستان مننه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې موجوده پاکستانے حکومت به د کشمير كاز او په مقبوضه جمو و کشمير كښې روان هندي ظلمونه په نړيوالو فورمونو رامخې ته كوي۔