کراچۍ 13 اګست (اے پي پي) کراچۍ كښې د جشن آزادۍ په لړ كښې به ګورنر هاٶس كښې (نن) د شپې په دولس بجې د اتش بازۍ په زړه پورې مظاهره كېږي ٬ د ګورنر کامران خان ټيسوري په امر د جشن آزادۍ په لړ كښې د دوو ورځنو دستورو تابيا شوې۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري اعلاميې له مخې په 13 اګست به دولس بجې د فائر وركس مظاهره كېږي او په 14م اګست به د جشن آزادۍ په پروګرام كښې نوموړے سندرغاړې عاطف اسلم د خپل مظاهره كوي۔ د 14م اګست په دستوره كښې به د جيولين تھرو اولمپکس ګولډ ميډلسټ ارشد نديم هم ګډون كوي او دوي ته به د ګورنر لخوا اعلان كړے شل لكه روپۍ انعام وركولې شي