غزه كښې په سكول اسرائيلي بريد مونږ ويرې سره مخ كړ ې يؤ٬ ګڼ شمير فلسطيني وګړي ووژل شول ، اروپائي ائتلاف

برسلز ۔12اګست(اے پی پی) اروپائي ائتلاف په غزه كښې په سكول چې د غزه بې كوره شويو وګړو د سر پټولو ځايې په توګه كارولو د اسرائيلي بريد په ضد خپل غبرګون ښكاره كړے دے د كوم په نتيجه كښې چې لږ تر لږ 100 كسان وژلې شوي دي۔ د رائټرز له مخې د خارجه اړيكو او د سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف هائي كمشنر جوزف بوريل د بريد …

برسلز ۔12اګست(اے پی پی) اروپائي ائتلاف په غزه كښې په سكول چې د غزه بې كوره شويو وګړو د سر پټولو ځايې په توګه كارولو د اسرائيلي بريد په ضد خپل غبرګون ښكاره كړے دے د كوم په نتيجه كښې چې لږ تر لږ 100 كسان وژلې شوي دي۔ د رائټرز له مخې د خارجه اړيكو او د سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف هائي كمشنر جوزف بوريل د بريد په اړه په سوشل ميډيا جاري كړي بيان كښې وئيلي دي چې په غزہ كښې د سر پټولو ځايې په توګه په كارول كېدونكو سكول د اسرائيلي بريد منظر مونږ ويرولې يؤ٬ ګڼ شمېر د دې بريد ښكار شول۔ دده وېنا وه چې په غزه كښې په دې وروستيو اوونيو كښې لږ تر لږ 10 سكولونه په نخښه كړې شول او دا ټوله عامه وژنه بې سببه وكړې شوه۔ ده ووئيل د جنګ پېل څخه تر دې دمه 40 زره څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان كړې شوي دي۔ ده ووئيل د وګړو د وژنې مخنيوي او د بنديوانو د خوشې كول يوازينۍ لاره سيز فائر دے۔ بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په سكول د بريد غندنه كړې ده او د امريكائي قامي سلامتيا وياند سين ساوټ هم د وائټ هاؤس په انټرنېټ پانړا جاري كړې شوي بيان كښې په دې بريدونو د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔