بشکیک۔12اګست(اے پی پی) په کرغزستان كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د هېواد د داخله وزارت د روډ سسېفټي ډائرېکټورېټ پرېس سروس وئيلي چې دا پېښه د اتوار په ورځ سهر د جلال آباد په نوكن ضلع كښې په بشكيك – اوش هائي وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ډرائیور خپل ګاډې د تلو لائن …
په كرغزستان كښې ترافيكي پيښه ٬ 6 كسان مړه ٬ 3 ژوبل
بشکیک۔12اګست(اے پی پی) په کرغزستان كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د هېواد د داخله وزارت د روډ سسېفټي ډائرېکټورېټ پرېس سروس وئيلي چې دا پېښه د اتوار په ورځ سهر د جلال آباد په نوكن ضلع كښې په بشكيك – اوش هائي وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ډرائیور خپل ګاډې د تلو لائن څخه د راتلو لائن ته واړولو چې په نتيجه كښې يۍ له مخې راروان ټرك سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښی 6 كسان مړه او 3 ژوبل شول كوم چې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔











