په خېبرپښتونخو كښې بارانونو تباهي وكړه٬ په پېښو كښې 61 كسه مړه٬ 102 ژوبل

پېښور 09 اګست (اے پی پی)په خېبرپښتونخوا كښې د طوفاني بارانونو له امله تباهي شوې ٬ بېلا بېلو پېښو كښې 61 كسه مړه او 102 ژوبل شوي۔پي ډي اېم اے په خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو په اړه خپل رپورټ جاري كړے چې له مخې يې د يكم جولائي نه تراوسه د صوبې په بېلو ضلعو كښې د بارانونو له امله د پیښو په نتيجه كښې 61 كسه مړه او 102 ژوبل شوي او 704 كورونو ته زيان رسېدلے ۔په مړو شوو كښې 22 سړي٬ 12 مېرمن او 27 بچي او ژوبل شوو كښې 36 سړي٬ 26 مېرمنې او 40 ماشومان شامل دي۔د باران له امله په مجموعي توګه 704 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 501 كورونو ته په جزوي او 203 كورونو ته په بشپړه توګه زيان رسېدلے ۔د تېزو بارانونو له امله ځاني او مالي پیښو څخه د صوبې چې كومې ضلعې ځپلې شوي په هغې كښې ېره او كوز چترال، مانسهرہ، بره کوهستان ،ملاکنډ، موز دیر، شمالی و جنوبی وزیرستان، ټانک، کرک ، چارسدہ، مردان ، صوابی، باجوړ، هنګو، مومند، بونیر او شانګله شاملې دي۔د رېليف محكمې لخوا په چترال كښې تر 30 اګست ايمرجنسي نافذ كړې شوې ۔