
اسلام آباد06 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د نوموړي بينكار طالب رضوي په استوګنه مجلس عزا كښې ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د سېنېټ پخوانې چيئرمېن سيد نيئر حسېن بخاري٬د قامي اسمبلۍ پخواني غړي سيد حېدر عباس رضوي٬عالم دين علامه عقيل الغروي٬پخواني وفاقي وزير ساجد حسېن طوري٬د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ پخواني چيئرمېن نديم افضل چن٬ د اسلام آباد پخواني ميئر سيد ذيشان نقوي٬پخوانې بيورو كريټ فضل عباس مكين٬جنرل(ر)انيس پشمول مهم شخصيات په لويه شمېره موجود وو۔علامه عقيل الغروي په دې موقع اتباع شريعت٬عشق محمدي(ص) او د محبت اهليت په اړه خاص خبرې اترې وكړې۔ده ووئيل د لوئي څښتن دا كتاب د رشد و هدايت او كاميابۍ ضامن دے٬اسلامي نړۍ له د قرآن پاك٬درود شريف او استغفار پابندي كول پكار دي۔په دې موقع د اسلامي نړۍ اتحاد٬هېواد بقاﺀ او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔