د بلوچستان ګورنر د كوئټه ټو جده خصوصي عمره فلائټ رسمي پرانسته وكړه

کوئټه۔ 06 اګست (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جفعر خان مندوخېل د كوئټه ټو سعودي عرب خصوصي عمره فلائټ باقاعده پرانسته كړې۔ د کوئټه ټو جدہ ډائرېکټ عمرہ فلائټ په مهال د مسافرو په مخونو د خوشحالۍ اثرار ښكاره وليدلې شوو۔ د بلوچستان ګورنر ټولو زائرينو ته اپيل وكړو چې هغوي د هېواد او قامي پرمختګ ٬ سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعاګانې وكړي۔ په دې موقعه صوبائي وزيران ٬ د اسمبلۍ غړي ٬ جی اېم بلوچستان عبدالغفار میاں خیل، اسټېشن منېجر اے اېم دومړ، د پی آئی اے او سول اېوی اېشن اتھارټی چارواكي او عمره زائرين موجود وو۔ ګورنر جعفرخان مندوخېل د کوئټه ټو جده ډائرېكټ فلائټ پرانستې دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ووئيل د صدر مملکت آصف علی زرداري او وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د موجودہ وفاقي حکومت او پاکستان انټرنېشنل ائیر لائنز چارواكو د کوئټه ټو جدہ ډائرېکټ خصوصي عمرہ پروازونو پېل كول يو د ستائنې وړ ګام دے۔ ده هدايت وكړو چې په کوئټه انټرنېشنل ایئرپورټ دې د اے ټی اېم، کرنسی اېکسچېنج او اسټرېچر آسانيو له كوټلي ګامونه پورته كړې شي او كوئټه څخه دې د ورځې په بنياد د پي آئي اے فلائټ باوري كړے شي۔ ګورنر مندوخېل ووئيل دې غوره ګام سره به د ټولې صوبې د اولس سعودي عربستان ته تللو څخه وړاندې اسلام آباد ٬ كراچۍ يا لاهور ته د تللو مجبوري ختمه شي۔ ده ووئيل زه د ګورنر په حېث د بلوچستان صوبې اولس لخوا د وزيراعظم شهباز شريف او د هغه د ټولې ډلې خصوصي مننه كوم۔ ده ووئيل دې پخوانۍ اولسي مسئلې حل كېدو سره د بلوچستان ټولو وګړو ته د هوائي سفر آسانۍ او موقعې ترلاسه شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې فلائټس څخه به يوازې عمرې له تلونكي نه بلكې په سعودي عربستان كښې پاتې كېدونكي ټول پاكستاني وګړي استفاده كولې شي۔ د دستورې په پايه كښې ګورنر د پرانستې دستورې منتظمینو او مېلمنو مننه وكړه