
کراچۍ 05 اګست (اے پي پي) د كراچۍ په پوهنتون كښې به د “يوم استحصال، د کشمير بحران” په سرخط سېمينار نن د ګل په ورځ كېږي۔ د جاري اعلاميه له مخې د سيمينار اهتمام د زده كوٶنكو د چارو د دفتر لخوا شوې كوم چې به چائنيز ټيچرز ميموريل آډيټوريم كښې د شېخ الجامعه پروفيسر ډاکټر خالد محمود عراقي په مشرۍ كښې كيږي۔ سېمينار ته به پخوانے سفير و تجزيه كار جميل احمد خان،د پاکستان سټډي سينټر پخوانے ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر سيد جعفر احمد او د شعبه سياسيات پخوانے چيئر پرسن پروفېسر ډاکټر تنوير خالد وېنا كوي۔