د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ټانك كښې د كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې د درې كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 04 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين ګنداپور د ضلع ټانك په کوټ مرتضي كلي كښې د د كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې د درې كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د بېښور وزيراعليٰ هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعليٰ په پېښه كښې د غمجني كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه او مړو كسانو لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔وزيراعليٰ ضلعي انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې ځپلې كورنۍ له په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعليٰ ځپلې كورنۍ لپاره د مالي مرستې اعلان كولو سره ضلعي انتظاميې او د ريليف محکمې ته په دې لړ كښې د ضروري کارروائي كولو سپارښتنه وكړه۔