پوليس د ترهه ګرۍ په ضد دنګ كښې عمر له د وړومبني صف كردار ترسره كوي:آفتاب شير پائو

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مرکزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاؤ ووئيل هر كال 4 اګست د پوليس د شهيدانو ورځ په توګه لمانځلے كېږي، پوليس عمر له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبني صف كردار ترسره كړې۔د اتوار په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې ده ووئيل دا هغه ورځ وه كله چې سينئر پوليس آفيسر صفوت غيور د بهادرۍ تارخ جوړولو سره شهيد شوې ؤ،صفوت غيور او د هغه په شان ډير نور د پوليس فورس لپاره د فخر ذريعه ده۔ آفتاب شيرپاؤ ووئيل پوليس عمر له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبني صف كردار ترسره كوي كوم لپاره چې مونږ ټول د هغوې قرض داري يو۔لوے څښتن دې د پوليس ټولو شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي۔