د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د سيورې لاندې د كشمير استحصال ورځ په موقع پينل ډسکشن به نن كېږي

لاهور 03 اګست (اے پي پي) پرېس انفارميشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د سيورې لاندې نن په 4 اګست د اتوار په ورځ د ورځې دوه بجے ابوبکر بلاك ګارډن ټاون كښې د كشمير استحصال ورځ په موقع د يو پينل ډسکشن اهتمام شوې دے۔يادې شوي دستوره كښې به اديبان، دانشوران، خبريالان ، سياسي و سماجي لارښودو پشمول د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكې كسان ګډون كوي۔ پينل ډسکشن كښې به د هند د اړخه په مقبوضه کشمير قبضې له قانوني شکل وركولو د هغې د خپلواكۍ حيثيت ختمولو په ناکامه هڅه خبرې اتري كولې شي۔