د بلوچستان چیف جسټس د پشین او برشور دورہ،ګورنمنټ ماډل هائي سکول كښې د کمپلیکس او لائبریرۍ پرانسته وكړه

پشین 03 اګست (اے پي پي) د بلوچستان هائي کورټ چیف جسټس جسټس هاشم کاکړ د پشین او برشور دورې په مهال ګورنمنټ ماډل هائي سکول پشین كښې د کمپلیکس او لائبریرۍ پرانسته وكړه۔د كوئټه ډويژن کمشنر حمزہ شفقت هغه له بریفنګ وركړو۔چیف جسټس هاشم خان کاکړ د ګورنمنټ ماډل هائي سکول پشین تفصیلي څارنه وكړه۔په دې موقع د بلوچستان اسمبلۍ غړے حاجی اصغر خان ترین،د کارپوریشن مئیر سردار اکبر خان ترین ،د تعليم سیکریټری سردار صالح ناصر،د كلچرل سیکریټری ،ډسټرکټ اینډ سېشن جج پشین عبدالوحید بادینی،ډپټی کمشنر پشین جمعه داد مندوخیل او نور هم موجود وو۔