روم 03 اګست (اے پي پي) د اټاليا آئي ټي اے ايئرويز مينځني ختيز كښې جغرافيائي سياسي پيش رفت په تناظر او د خپلو مسافرو او عملے حفاظت باوري كولو له تر 6 اګست تك اسرائيل لپاره خپل پروازونه معطل كړې دي۔العربيه اردو له مخې دا خبره ايئر لائن په خپل ويب سائټ جاري شوې بيان كښې كړي۔د اسرائيل په قبضه كښې د ګولان په غرونو كښې د خالي په …
د اټاليا آئي ټي اے ايئرويز تر 6 اګست اسرائيل لپاره پروازونه معطل كړل
روم 03 اګست (اے پي پي) د اټاليا آئي ټي اے ايئرويز مينځني ختيز كښې جغرافيائي سياسي پيش رفت په تناظر او د خپلو مسافرو او عملے حفاظت باوري كولو له تر 6 اګست تك اسرائيل لپاره خپل پروازونه معطل كړې دي۔العربيه اردو له مخې دا خبره ايئر لائن په خپل ويب سائټ جاري شوې بيان كښې كړي۔د اسرائيل په قبضه كښې د ګولان په غرونو كښې د خالي په ورځ شوې بريدونو كښې 12 ماشومان او نورو كوچيانو مړينې نه پس لبنان كښې د اسرائيل د ځوابي كارروائي امكان دے چې ترمخه ئې ګڼ ايئر لائنز خپل پروازونه منسوخ يا معطل كړې دي۔بل پلو حزب الله د ګولان په غرونو د بريد ترديد كړې دے۔











