كل جماعتي حريت كنفرنس په مقبوضه جمو و کشمير كښې په 5م اګست د “يوم سياه” لمانځلو اپيل وكړو

سري نګر 02 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو وكشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس په 5م اګست د "تورې ورځې" لمانځلو اپيل كړے دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته واضح پېغام وركړے شي چې هند په جمو و كشمير كښې په غېر قانوني توګه قابض دے او كشميريان به د ملګرو ملتونو لخوا د خپلواكۍ منلي شوي حق لپاره هلې ځلې جاري ساتي۔ د …

سري نګر 02 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو وكشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس په 5م اګست د “تورې ورځې” لمانځلو اپيل كړے دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته واضح پېغام وركړے شي چې هند په جمو و كشمير كښې په غېر قانوني توګه قابض دے او كشميريان به د ملګرو ملتونو لخوا د خپلواكۍ منلي شوي حق لپاره هلې ځلې جاري ساتي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کل جماعتي حريت کنفرنس په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ او سينئر لارښود شبير احمد شاه د نوي ډيلي د بدنام تهاړ زندان څخه خپلو پېغامونو كښې د تورې ورځې لمانځلو اپيل كولو سره وئيلي دي چې مودي سركار په پنځم اګست كال 2019 كښې د مقبوضه جمو و كشمير خاص حېثيت ختمولو سره د كشميريانو په شناخت بريد كړے٬ د حريت نورو مشرانو او تنظيمونو هم پنځم اګست د تورې ورځ په توګه د لمانځلو اپېل كړے۔ دوي په ګرده نړۍ كښې په مېشته كشميريانو زور رواړو چې هغوي د مقبوضه جمو و کشمير مظلوم اولس مسئلو او ستونزو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو لپاره په پنځم اګست د ګل په ورځ احتجاجي مظاهرې وكړي