
پیښور 02 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين ګنډا پور لكي مروت كښې د نامعلومو كسانو لخوا په ټرافېكي پوليس اهلكار د ډزو غندنه كړې۔د وزيراعلٰی هاؤس پښور لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعلٰی په ډزو كښې د شهيد شوې پوليس اهلكار كورنۍ سره د يووالي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔وزيراعلٰی د شهيد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔وزيراعلٰی په پوليس ډزو كښې د ككړو عناصرو نيولو لپاره د كاروائۍ هدايت كولو سره ووئېل د شهيد اهلكار كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو