د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د بارانونو په نتيجه كښې د 13 كسانو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 30 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين ګنډا پور د صوبې په بېلو سيمو كښې د 24 ساعتو بارانونو او تندو هواګانو له امله د بېلو پېښو په نتيجه كښې د 13 كسانو په قيمتي ځاني زيان ځپليو كورنيو سره د يووالي او غم دړد څرګندونه وكړه ۔علي امين ګنډا پور په حق رسېدلو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كولو سره په پیښو كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ده د اړوندې ضلعي انتظاميې ته ژوبل شوو ته په وخت طبي مرسته د باوري كولو هدايت وكړو ۔ده د ځپليو كورنيو لپاره د مالي مرستې اعلان كولو سره د رېليف محكمې او اړوند ضلعي انتظاميې ته د ځپليو په وخت مرستې لپاره د ضروري كاروائي هدايت هم وكړو۔ده ووئيل د بارانونو او سېلاب له امله د ځپليو كورنيو كسانو ته په سمدستي توګه رېليف وركړئ٬په دې سخت وخت كښې صوبائي حكومت د ځپليو سره ولاړ دے٬هغوي به يوازې نه پرېږدي او د هغوي به هر ممكنه مرسته كولې شي۔ده اړوندو چارواكو ته د فليش فلډز په نتيجه كښې د بندو رابطو سړكونو او نور انفراسټركچر بحالۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو د اقدامات هدايت هم وكړو۔