پشين٬بېلا بېلو ټرافېكې پېښو كښې دوه كسه مړه٬ څلور ژوبل شول

پشين 30 جولائي (اے پي پي)پشين كښې بېلا بېلو ټرافيكي پیښو كښې دوه كسه مړه او څلور ژوبل شول ۔تېره ورځ د پشين په بېلو ځايونو كښې ټرافېكي پېښې رامخې ته شوې٬بند خوشدل خان سړك بالاوړي مدرسې سره نزدې ركشه او ګاډې د ټكر په نتيجه كښې يو كس مړ او دوه ژوبل شول ۔ژوبل شوي د پشين سول روغتون ته منتقل كړے شول ۔دوهمه پیښه قعله بټې زئي سره نزدې د ټريكټر او موټر سائيكل د ټكر رامخې ته شوه چې په كښې يو كس په موټر سائيكل ناست مړ او دوه ژوبل شول ۔دغسې ژوبل شوي د پشين ځايې ليويز فورس روغتون ته منتقل كړل ۔