د بلوچستان ګورنر سره د پي آئي اے جنرل منيجر ملاقات٬د كوئټې نه تر سعودي عرب نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

كوئټه 30 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره د پي آئي اے بلوچستان منيجر عبدالغفار ميا خيل په مشرۍ كښې د پي آئي اے ډلې ملاقات وكړو او د كوئټې نه د سعودي عرب لپاره د نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ګورنر به د اګست په 6مه نېټه د كوئټې نه د سعودي عرب عمرې فلائټ باقاعده پرانسته كوي۔د ملاقات په مهال ګورنر ووئيل د بلوچستان اولس لپاره د كوئټې نه ډائرېكټ سعودي عرب ته د تللو آسانې وركول خوشبينه اقدام دے۔د كوئټې نه د قومي ايئر لائن فلائت آپرېشن د هرې ورځې په بنياد باوري كولې شي۔ده ووئيل په كوئټه هوائي مېدان مسافرو لپاره اے ټي اېم٬ابتدائي طبي مرسته او د كرنسي ايكسچېنج آسانۍ هم وركولې شي۔د هغه وينا وه د پي آئي اے د كوئټې نه تر سعودي عرب نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو اقدامات د ستائنې وړ دي٬مونږ د بلوچستان اولس لپاره د هوائي سفر آسانۍ باوري كولو په اړه د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوو۔ګورنر د كوئټې په انټرنېشنل هوائي مېدان د رنځورانو او ژوبل شوو مسافرو ته هم ټول سفري آسانۍ په وركولو زور راوړو ۔د يادونې وړ ده د عمره فلائټس د لارې به يوازې عمره كوونكي نه بلكې په سعودي عرب كښې پاتې كېدونكي ټولو پاكستانيانو ته هم دا هوائي سفري آسانۍ ترلاسه وي۔