درہ آدم خېل، د كور په تهه خانه كښې د اوبو ورتللو په سبب د 6 ماشومانو پشمول 11 كسان مړه شول

پېښور 30 جولائي (اے پي پي) د کوهاټ درہ آدم خېل په زړه بازي خېل سيمه كښې په تهه خانه كښې د اوبو ورتللو په سبب د 6 ماشومانو پشمول 11 كسان مړه شوي چې پكښې درې مېرمنې هم شاملې دي۔ د رېسكيو1122 كوهاټ له مخې په تهه خانه كښې د اوبو جمع كېدو څخه ټول كسان مړه شوي۔ رېسكيو 1122 ډلې ټول مړي د تهه خانې څخه په رېسكيو كولو سره نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔