
پېښور 29 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د سول انتظاميه مهمه غونډه شوې چې پكښې د صوبې چيف سيکرټري نديم اسلم چوهدري، ايډيشنل سيکرټريز او انتظامي سيکرټريز نه علاوه ډويژنل کمشنرز او ډپټي کمشنرز پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ په دې موقع وزيراعلي سول انتظاميه ته د خپل حکومت د ګډ ګورننس تګلاره وركړه او په لاندې كچه په دې اولسي اېجنډا عملدرآمد لپاره ډپټي کمشنرز ته ټائم لائنز سره ذمه وارۍ وسپارلې شوې٬ په تګلاره عملدرآمد لپاره وزيراعلي کمشنرز او ډپټي کمشنرز ته مالي او انتظامي اختيارات هم وركړل٬ ډپټي کمشنرز ته د وزيراعلي د اولسي تګلارې په ټولو اړخونو٬ د عملدرآمد په طريقه، ټائم لائنز، ذمه وارۍ او په اختيارات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ له مخې د وزيراعلي اولسي تګلاره صوبه كښې ګډ ګورننس باوري كولو لپاره يو جامع پروګرام دے، اولسي تګلاره د ګډ ګورننس لپاره په 11 مختلف نكات مشتمله ده چې پكښې د سروس ډيليوري د ټولو څانګو احاطه شوې۔