
پېښور 29 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د ټولو پوهنتونونو په 6 مياشتو كښې تھرډ پارټي آډټ كولو له د چانسلر آفس څخه هدايات جاري كړے شوي، ګومل پوهنتون دې خپل تھرډ پارټي آډټ پراسس د يو مياشت په ځاے په دوو مياشتو كښې بشپړ كړي او چانسلر آفس دې په تحريري توګه خبر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ګومل پوهنتون د 18م سينيټ مشرۍ په مهال وكړه ۔ په دستوره كښې د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر شکيب الله، د ګورنر پرنسپل سيکرټري مظهر ارشاد، د لوړو زده كړو، خزانه، نمائندګانو پشمول د سېنېټ نورو غړو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د پوهنتون د مالي كال 2024-25 او د مالي كال 2023-24 د كلن بجټ او د ګومل يونيورسټۍ د ضلع ټانك کېمپس بجټ هم منظورۍ لپاره وړاندې كړے شو۔ په غٶنډه كښې د پوهنتون د ذكر شوي مالي كال د بجټ د سېنېټ لخوا د بيا جاج اغستو سره مشروط منظوري وركړې شوه او د ګومل يونيورسټي په سولرائزيشن منتقل كولو په اړه تفصيلات طلب كرے شول۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول مرحله وار اته كروړه روپۍ د سولرائزيشن لپاره اېښودې شوي چې پكښې څلور كروړه روپۍ اېچ اي سي او پاتې به پوهنتون د خپلو وسائلو څخه پورا كوي، د پوهنتون په بشپړه توګه سولرائزيشن لپاره 48 كروړه فنډز پكار دے٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په پوهنتون كښې نوې تقرري نه ده شوې ٬ حاضر سروس ملازمانو له ترقي وركول غواړو٬ سينئر فيکلټي او انتطامي چوكۍ خالي دي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د وفاق او اېچ اي سي د صوبې پوهنتونونو لپاره ګرانټ سټينډرډ دے خو صوبائي ګرانټ رېګولر نه دے٬ په پوهتنون كښې د صوبې د نورو پوهنتونونو په مقابل كښې د اصلاحات عمل ښه دے٬ صوبائي حكومت 500 مېليونه ګرانټ په بجټ كښې اېښودے دے٬ د ګومل پوهنتون سره د 22 الحاق شوو كالجونو څخه يوه روپۍ نه اخستلې كېده٬ اوس په بجټ كښې په دې لړ كښې چارجز شامل كړے شوي۔ ۔ په دې موقع فيصل کريم کنډي ووئيل په شمسي توان منتقل كولو لپاره به د فنډز پوره كولو هڅې كوٶ٬ سټيټ لائف انشورنس سره خبره شوې ھغوي به پوهنتونون لپاره سکيم وړاندې كوي٬ په دې لړ كښې دې پوهنتون انشورنس كمپنۍ ته معلومات وركړي دغسې چې يو ښه كار پرې اوشي او دا پوهنتون نورو پوهنتونون لپاره رول ماډل جوړ شي۔