د قامي بيرغ سرلوړۍ لپاره د هېواد د وګړو او امنيتي ځواكونو قربانۍ د چا څخه پټې پناه نه دي: د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور 29 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ’’حرمت پرچم ‘‘ كمپائن كښې هپل عكس جاري كړې دے۔په دې اړه ده په خپل پيغام كښې ووئيل زما بيرغ زما فخر دے۔دا هېواد ، دا بيرغ او د دې خاورې يوه يوه زره مونږ ته د هر څه نه ګرانه ده۔ګورنر ووئيل د قامي بيرغ سرلوړۍ لپاره د هېواد د وګړو او امنيتي ځواكونو قربانۍ د چا څخه پټې پناه نه دي۔ده ووئيل د دې بيرغ د دې بيرغ لاندې ټول قام يو موټې دے او د دې بيرغ د دښمنانو عزائم به ناكامه كولې شي۔