پاراچنار، د جائيداد په تنازعه 22 كسان مړه، 110 ژوبل

پاراچنار 28 جولائي (اے پي پي) ضلع کرم كښې د جائيداد په تنازعه د دوه قبائلو ترمينځه د 5 ورځو راهسې راروانو ډزو كښې د ډلو 22 كسان مړه او 110 ژوبل شوې دي۔پوليس او ضلعي انتظاميې له مخې ضلع کرم د بوشهرہ ښار او مالي خيل ترمينځه د زمكې په تنازعه د 5 ورځو راهسې په يو بل د ډزو سلسله راروانه ده چې پكښې خودکار وسله كارولې كېږي ٬ بالش خيل سيمې ، پيواړ و تري منګل او کنج علي زئي مقبل او بوغکي پاړہ چمکني سيمو كښې د ډزو سلسله روانه ده۔د ډزو دې پېښو او تاؤ ترېښوالې صورتحال له امله مېن ستره لاره د تګ راتګ لپاره بنده ده او وګړي د ستومزو سره مخ دي ۔ د تيرې شپې راسې په پاراچنار ښار د توغندو بريدونه هم روان دي۔ ډپټي کمشنر جاويداللہ محسود ووئيل د ډزبندۍ لپاره هنګو او اورکزئي څخه امن جرګه سيمې ته رارسيدلې او د ډلو مشرانو څخه د ډز بندۍ لپاره هخې كوي۔پخواني وفاقي وزير ساجد طوري ووئيل ضلع کرم كښې د اوبو ، لارو ،ځنګل او زمكې ملکيت په شخړو بيا بيا د معمولي ډزو پېښې په لويو پېښو كښې بدليږي۔بايد ډلي د تحمل او صلح كولو لپاره ګامونه پورته كړي۔