
پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پخواني صوبائي وزير او د پاکستان پيپلز ګوند لارښود ضياء الله خان آفريدي تيره روح پېښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د پېښور ډويژن په مسئلو او د ګوند په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئويل د اولس خير ښېګړې ، د هغوې د مسئلو حل كولو او محروميو آزاله كولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل د مرکز او صوبے ترمينځه د پل کردار ترسره كولو د صوبې مشکلات ختمولو له عملي اقدامات د وخت ضرورت دے۔