پوليس ځوانانو د امن لپاره لوئ قربانۍ وركړې، د پوليس ځوانانو په قربانو فخر كوو: د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين ګنډاپور

پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين ګنډاپور وئيلي د پوليس شهيدانو او غازيانو ته سلام كوم، پوليس ځوانانو د امن لپاره لوئ قربانۍ وركړې، د پوليس ځوانانو په قربانو فخر كوو، موجوده صوبائي حکومت امن ته خاص پام لرنه كوي او په دې به كومه سمجھوته نه شي كولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د مردان دورې په مهال مردان پوليس لائنز نوې ودانۍ پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔مردان ته په رسيدو انسپکټر جنرل پوليس اختر حيات ګنډه پور او د مردان کمشنر محمد اياز او نورو اعليٰ چارواكو د وزير اعليٰ هركلے وكړو دغسې د پوليس يوې چټك ډلې وزيراعليٰ ته سلامي وكړه۔په دې موقع صوبائي وزير ظاهر شاه طورو، د قامي اسمبلۍ غرې علي محمد خان او د مردان نور منتخب اولسې نمائندګان هم موجود ؤ۔ وزير اعليٰ د مردان پوليس لائنز د نوې ودانۍ فيز ون پرانسته وكړه۔په 218 کنال رقبے اډانه پوليس لائنز ودانۍ وړژمبې پړاؤ 395 مليونه روپو لښكت سره بشپړ شوې۔ پوليس لائنز دويم پړاؤ كښې به ايډمن بلاک، اسټاف بيرکس، عملے لپاره د استوګنې ځائې او نور تعميرات شامل دي۔وزيراعليٰ د پوليس لائنز د نوې ودانۍ پرانستې دستورې ته و ينا كښې ووئيل د پوليس شهيدانو او غازيانو ته سلام كوم، د پوليس ځوانانو د امن لپاره لوئ قربانۍ وركړې دي،مونږ د پوليس ځوانانو په قربانو فخر كوو۔ وزيراعليٰ ووئيل پوليس فورس د خراب حالاتو باوجود د تره هكرغ په مړيانه مقابله كړي او اوس ئې هم كوي۔د پوليس ځوانانو ډاډګيرنې لپاره د هغوې د قربانو اعتراف ته اړتيا ده۔ده ووئيل موجوده صوبائي حکومت امن ته خاص پام لرنه كوي او په دې به كومه سمجھوته نه شي كولې۔