د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د اېف بي آر هېډ كوارټرز دوره٬د اېف بي آر چيئرمېن سره ملاقات

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اېف بي آر هېډكوارټرز دوره وكړه او د اېف بي آر چيئرمېن ملك امجد زير ټوانه سره ئې ملاقات وكړو۔ګورنر د ملاقات په مهال د اولسي خوښو نورو چارو نه علاوه په صوبه كښې د ټيكس مختلف معاملات او ټيكس وركوونكو ته په ورمخې ته مسئلو خبرې وكړې۔د اېف بي آر چيئرمېن د ټيكس وركوونكو مسئلې په وخت حل كولو او د هغوي لپاره سازګار ماحول وركولو لپاره په پورته كړو اقداماتو خبر كړو۔د اېف بي آر چيئرمېن د روانو ټيكس اصلاحات پشمول د اېف بي آر سسټمز ډيجيټلائزېشن او آټوميشن لپاره شوو اقداماتو په اړه ووئيل چې مقصد يې كاركردګۍ او سپيځلتيا ته وده وركول دي۔د اېف بي آر چيئرمېن باور وركړو چې خېبرپښتونخوا كښې ټيكس وركوونكو ته ورمخې ته مسئلو حل كولو لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔ده د ټيكس په نظام كښې پرله پسې اصلاحات او بهترۍ د لارې ټيكس وركوونكو لپاره سازګار ماحول راپېدا كولو له د اېف بي آر د عزم پخلے وكړو۔دغسې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ټيكس نظام جديد او ښه جوړولو لپاره د اېف بي آر لخوا شوې هڅې وستائېلې۔